کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په کلباد ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عارف خان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د عارف خان او قاسم خان لوبدلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې عارف خان لوبډلې د ۸/۲۱ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوې وې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.