کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ د عمري ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې عمري ځوانانو لوبډلې خپلې سيالې م. لاقلي ځوانانو لوبډلې ته د ۴ پر ۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
دا سيالۍ فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه وشوې، چې دوې ورځې يې دوام وکړ.
