کندز کې د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د فوټسال جمنازیوم جوړ او پرانیستل شو
د کندز ولایت مرکز اړوند امام بخاري ښارګوټي کې د افغان پانګه وال غلام نبي عیدي دادي له لوري د شاوخوا پنځه میلیونه افغانیو په لګښت د فوټسال جمنازیوم جوړ او د لوبو لپاره چمتو شو.
دا جمنازیوم په دوه جریبه ځمکه کې جوړ شوی دی، چې د لوبغالي سربېره د اوسېدو لپاره معیاري خونې، حمامونه او د اړتیا وړ ټول سهولتونه پکې چمتو شوي دي.
د دغه جمنازیوم د پرانیستې مراسمو کې د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست مسؤولانو دیني عالمانو او ګڼ شمېر ورزشکارانو ګډون کړی و.
د کندز ولایت ورزشي مسؤولانو دا ډول ورزشي رغنیزې چارې د ورزش د پرمختګ لپاره یو مهم ګام وباله او له مالي ملاتړ کوونکي یې مننه وکړه، چې د ورزش د ودې په برخه کې یې پانګونه کړې ده.
