کندز کې د ۳۵۰ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۱۶:۳۸
کندز کې د ۳۵۰ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او سپورټ رياست اړوند د وزلوبې فدراسيون د استازولۍ او د حاجي محمد عمر زاخېل په مالي ملاتړ په دورې بزکشۍ ورزشي لوبغالي کې له ۱۴ ولايتونو څخه د ۳۵۰ چاپندازانو تر منځ د سالمې تفريح او د ملي او دوديزو لوبو دودولو په موخه د وزلوبې سيالۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په ورستۍ ورځ د میدان حکم له لوري درې اخرالاقه اعلان شول، چې لومړی له تخار څخه صبغت الله پهلوان، دويم له کندز څخه ذبيح الله پهلوان او درېيم هم له کندز څخه مولا گل کندزي پهلوان تر ټاکلې دايرې ورساوه.

په دغو سیالیو کې د کندز، بغلان، تخار، بدخشان، سمنگان، بلخ، جوزجان، فارياب، سرپل، سمنگان، پنجشېر، پروان، کابل، کاپيسا او باميان ولايتونو چاپندازانو ګډون کړی وو، چې درې ورځې يې دوام وکړ.

د يادونې وړ ده، چې صبغت الله پهلوان ته د حاجي محمد عمر زاخېل له خوا يو موټر، ذبيح الله پهلوان ته د اتاق تجارت آمريت له خوا ۱۰۰۰ ډالر او يو موټر او مولا گل کندزي پهلوان ته د سليم ساپي له خوا ۴۰۰۰ زره ډالر او د کندز ولايت مخور له خوا ورته يو موټر او يو کپ د انعام په توگه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۳۶
Background image

ارزگان کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د ارزگان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۳۹
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د دېرش ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو د مدیریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د دېرش ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۱:۳۸
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د موتای فدراسیون سیالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د موتای فدراسیون استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د موتای سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو،. . .

BACK TO NEWS