کندهار؛ د باسکټبال ملي لوبډلې د غوراوي سياليو لومړۍ ورځ د"نيمروز، هرات، کابل او ننګرهار " لوبډلو برياوي خپلې کړې

Afzal-af
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۹:۶
کندهار؛ د باسکټبال ملي لوبډلې د غوراوي سياليو لومړۍ ورځ د"نيمروز، هرات، کابل او ننګرهار " لوبډلو برياوي خپلې کړې

د کندهار ولايت په کوربتوب د باسکټبال ملي لوبډلې د غوراوي "٤٤"پړاو سياليو "په لومړۍ لوبه کې د "سمنګان او نيمروز" لوبډلو ترمنځ وشوه چې د "١٦-٤٦ " پايلې سره د نيمروز لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.

په دوه يمه لوبه کې د "فراه او هرات" ولايتونو لوبډلې سره مخ شوې چې د دې دواړو لوبډلو لوبه د "٤٥- ١٤" د هرات لوبډلې وګټله.

په درېيمه لوبه کې بيا د "کابل او غور" لوبډلې سره مخ شوې چې دغه لوبه بيا د "٧٧-١٥ " پايلې سره د "کابل " لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.

همداراز په څلورمه لوبه کې د "غزني او ننګرهار" لوبډلې سره لوبېدلې چې دا لوبه د "٤٨-٢٣" د "ننګرهار " لوبډلې په ګټه تمامه شوه.

د باسکټبال ملي لوبډلې د غوراوي سيالۍ نن شنبې د لړم په اومه نېټه د کندهار ولايت عينو مينې په ورزشي جمنازيوم کې د" ١٢"ولايتونو "١٤٠" ورزشکاران په ګډون پيل شوې چې اوه ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS