کندهار کې د نهو الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۰:۴۶
کندهار کې د نهو الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د نهو الف لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۴ کال فوتبال غوره لیګ سیالۍ د اتفاق خانزاده لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

دغو سیالیو ۳۳ ورځې دوام وکړ او په پای کې یې اتفاق خانزاده لوبډلې د ۲۰ نمرو په ترلاسه کولو لومړی، نورزاد ځوانانو لوبډلې د ۱۸ نمرو په ترلاسه کولو دویم او ایوب انصاري لوبډلې د ۱۴ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.

د نورزاد ځوانانو لوبډلې لوبغاړی بلال احمد د لس ګولونو په وهلو سره د سیالیو غوره لوبغاړی او د اتفاق خانزاده لوبډلې لوبغاړی صابر احمد د سیالیو غوره ګول ساتونکی اعلان شول.

د سیالیو د پای په مراسمو کې لوبڅارانو او غوره لوبغاړو ته نغدي ډالۍ، ستاینلیکونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS