کندهار کې د ٨٠ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکزي جمنازيوم کې د ٨٠ لوبډلو ترمنځ د انار جام په نوم د فوټسال سیالۍ د OHA لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې OHA لوبډلې د ٧/٢ ګولونو په توپیر خپلې سیالې عقابان پرچمن لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د سیالیو د پای په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی رييس مولوي احمدالله وثیق، د مقام د دفتر رييس مولوي فضل الرحمن بري، د ياد رياست ورزشي سلاکار قاري حیات الله رحماني، د کندهار ورزشي مسوولانو او د ورزش ګڼو مینوالو ګډون کړی وو.
دا سیالۍ د کندهار انارو ته د ښې بازارموندنې او ځوانانو ته د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې درې میاشتې یې دوام وکړ.