کندهار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ووشو سيالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۵ - ۱۳:۱۴
کندهار کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ووشو سيالۍ وشوې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ووشو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د رمضان جام په نوم د ووشو سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د ماشومانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري او بېلابېلو وزني کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې د ماشومانو په کټگورۍ کې پنځو تنو، د نويو ځوانانو په کټگورۍ کې دريوو تنو، د ځوانانو په کټگورۍ کې پنځو تنو او د لويانو په عمري کټگورۍ کې نهو تنو ورزشکارانو لومړي مقامونه خپل کړل.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ د روژې مبارکې مياشتې د را رسېدو په مناسبت وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS