کندهار کې د ۳۵ لوبغاړو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۷
کندهار کې د ۳۵ لوبغاړو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره  شوې

کندهار کې د ۳۵ لوبغاړو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره

شوې

د کندهار ولایت د بدني روزني او ورزش ریاست سره په همغږۍ د اتلتیک ملي فدراسیون استازولۍ له لوري د ۳۵ لوبغاړو ترمنځ د دې ولايت په کچه د ځغاستې سيالۍ ترسره شوې.

يادې سيالۍ په بېلابېلو واټنونو کې ترسره شوې، چې په ۴۰۰ متره ځغاسته کې ذبیح‌الله لومړی مقام،

په ۱۵۰۰ متره ځغاسته کې سميع‌الله لومړی مقام او په ۳۰۰۰ متره واټن ځغاسته کې بیا بشیر احمد لومړی مقام ترلاسه کړ.

په دې سیالیو کې لومړي مقام ګټونکي به له سختو تمرینونو وروسته کابل کې د ځغاستې په ملي سیالیو کې د کندهار په استازولۍ ولوبېږي.

دغه سيالۍ چې د ځغاستې سياليو پر ته د ودې او لوبغاړو د ارزونې په موخه پيل شوې وې، په پايله کې يې لومړي، دويم او درېيم مقام ګټونکو ته د کندهار ولايت د بدني روزني او ورزش ریاست له لوري ستاینلیکونه او جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۲۱:۵۹
Background image

بلخ کې د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حیرتان ښارګوټي کې کورش ته د ودې ورکولو په موخه د ۱۱۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۱:۷
Background image

بغلان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د اتلانو جام په نوم له کار او ټولنيزو چارو رياست څخه د اتو لوبډلو ترمنځ د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

کندز؛ علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په علي اباد ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS