کونړ؛ اسعداباد ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۱:۴۷
کونړ؛ اسعداباد ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعداباد ښار په يارگل سيمه کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، د شمس لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړنۍ لوبه د شمس او مصطفی لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې شمس لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو اتو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۰۶ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې مصطفی لوبډلې يواځې ۵۸ منډې وکړې او لوبه يې د ۵۲ منډو په توپير وبايلله.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۷:۱۶
Background image

لغمان؛ مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په کچه ٨٠ لوبغاړو ته د والیبال تمریناتي کمپ پای ته ورسېده

د والیبال ملي فدراسیون له لوري د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې د ختیځ زون په د والیبال ٨٠ لوبغاړو ته د ایراني روزونکي محمد اسداللهي په مشرۍ؛ دوه ورځنی تمریناتي کمپ پای ته ورسېده.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۷:۱۳
Background image

پروان؛ سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پروان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سرخ پارسا ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۷:۹
Background image

د بامیان مرکز کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پيل شوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې له مرکز او ولسوالیو څخه د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ پیل شوې، چې. . .

BACK TO NEWS