کونړ؛ اسمار ولسوالۍ کې د پلوڅو ناو ټېپ بال کرېکټ ليگ پای ته ورسېد
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اسمار ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د پلوڅو ناو ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ، چې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې پيل شوی و د پلوڅو ناو ساتونکو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد.
د يادو سياليو پايلوبه د پلوڅو ناو ساتونکو او پلوڅو ناو بازانو لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه پلوڅو ناو ساتونکو لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو ۸ اورونو کې يې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۲۳ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې پلوڅو ناو بازانو لوبډلې د ټولو اورونو په لوبولو سره ۱۱۳ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۰ منډو په توپير وبايلله.
