کونړ؛ سرکۍ لوبډلې د شلتن ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۷:۱۶
کونړ؛ سرکۍ لوبډلې د شلتن ولسوالۍ د ټېپ بال کرکټ سياليو اتلولي وگټله

د کونړ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت په همکارۍ د شلتن ولسوالۍ په چوگام دره کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې څوارلس ورځې مخکې پيل شوې وې، د سرکۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د سرکۍ او سرې شاه لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې سرې شاه لوبډلې د لوبې پچه وگټله او لومړی يې سيالې لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، سرکۍ لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو خپلې سيالې لوبډلې ته د ۱۱۳ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې سرې شاه لوبډلې د نهو ویکټو په سوځېدو يواځې ۱۰۴ منډې وکړې او لوبه يې د نهو منډو توپير وبايلله.

ياده دې وي، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۵
Background image

ميدان وردگ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د سوک وهنې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له پنځو کلبونو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۴
Background image

هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې ۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS