کونړ؛ په‌ څوکۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۴ - ۸:۵۳
کونړ؛ په‌ څوکۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د څوکۍ ولسوالۍ شلوټۍ سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د بازار او عودت اباد لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه عودت اباد لوبډلې وکړه او په ټاکلو اتو اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د څلورو لوبغاړو په زيان ۱۲۲ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې بازار لوبډلې د نهو لوبغاړو په زيان په اتو اورونو کې ۷۰ منډې وکړې او په ۵۲ منډو يې ماتې وخوړه.

هېره ده نه وي چې دغه سيالۍ نن پيل شوې او ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS