کونړ؛ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ټېنس کرکټ لس اوریز تورنمنټ پیل شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۲ - ۱۰:۲۸
کونړ؛ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ټېنس کرکټ لس اوریز تورنمنټ پیل شو

د کونړ ولايت بدني روزنې او ورزش امريت په مرسته د کرکټ ټېپ بال فدراسیون له لوري د دې ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په برمناګي ژبۍ ساحه کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د کرکټ ټېپ بال لس اوريزه ټورنمنټ پيل شو.

دغه ټورنمنټ به ١٥ ورځې دوام وکړي، چې د پيل لوبه يې د بارکنډۍ او برمناګي ژبۍ لوبډلو ترمنځ وشوه، د لوبې پچه د برمناګۍ ژبۍ لوبډلې وګټله، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د ٧ ويکټو په زيان مقابلې لوبډلې ته د ١٢٧ منډو هدف ورکړ.

په مقابل کې د بارکنډۍ لوبډلې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره ٨٩ منډې وکړې او لوبه يې د ٣٨ منډو په توپیر بايلوده.

په دې سيالۍ کې الفت صافي د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، چې په درې اورونو کې يې ٣٢ منډې ورکړې او د خپلې لوبډلې لپاره يې درې ويکټي ترلاسه کړلې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS