کونړ؛ په نرنگ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۳ - ۱۱:۱
کونړ؛ په نرنگ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امريت له لوري د نرنگ ولسوالۍ په ورزشي لوبغالي کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د څوکۍ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې څوکۍ لوبډلې سيالې نرنگ لوبډلې ته ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د يادونې وړ ده، چې په پای کې اتلې لوبډلې ته يو سېرلی او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته ورزشي وسايل ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۶:۵۷
Background image

کابل کې د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يي پهلوانۍ تشويقي سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د زورخانه‌يې ورزشونو ملي فدراسیون له لوري د کابل او لوګر ولايت څخه د ۴۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د زورخانه‌يې ورزشونو د لرغونې پهلوانۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۶:۵۴
Background image

کابل کې د فټنيس اووم پړاو خزاني سيالۍ ترسره شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست سره په همغږۍ د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسیون له لوري د کابل د شمال او مرکز زونونو د ۸۷ کلبونو څخه د ۲۰۹ ورزشکارانو ترمنځ د فټنيس ۷م پړاو خزانې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۴:۲۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازنو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ. . .

BACK TO NEWS