کونړ ولايت کې د واليبال لوبې پيل شوې

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۸ - ۱۲:۴۰
کونړ ولايت کې د واليبال لوبې پيل شوې

د کونړ ولایت ورزشي امریت ترچتر لاندې د والیبال فدراسیون په همکارۍ په څوکۍ ولسوالۍ کې د شرقي زون په سطحه د والیبال سیالۍ د څوکۍ ولسوالۍ دځوانانو په نوښت د ۲۰ لوبډلو پیل شوې دي.

د دې سیاليو په لومړۍ ورځ د څوکۍ سرباز حاجي لوبډلې د څوکۍ بازار B لوبډلې سره لوبه وکړه چې دا لوبه د سرباز ټیم په ګټه پای ته ورسېده.

دوهمه لوبه د سرباز حاجی د خاص کونړ ترمنځ ترسره شوه چې د خاص کونړ په ګته تمامه شوه همدا راز د یادو سیالیو څلورمه لوبه کې نرنګ د خپل سیالې لوبډلې ښیوه دربخیل ماتې ورکړه او په پنځمه لوبه کې نرنګ او قمچي لوبډلو یو له بل سره سیالۍ وکړه چې په پای کې لوبه دنرنګ په ګټه پای ته ورسېده.

د یادو سیالیو په دوهمه ورځ کې خاص کونړ اسعد آباد لوبډلې ته نرنګ خاص کونړ ته او همدا راز د چپرهار لوبډلې میدان شهر ته ماتې ورکړې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۱۶
Background image

کابل کې د مرکزي زون د ولایتونو ترمنځ د فوټبال د اتلولي سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کابل فوټبال فدراسیون له لوري د مرکز زون د پنځو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلولي سیالۍ د کابل ګلرنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د نیمروز والي د ياد ولايت له ورزشي آمر او ورزشکارانو سره ولیدل

د نیمروز ولایت والي شيخ محمد قاسم خالد د یاد ولایت له ورزشي آمر او یو شمېر ورزشکارانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دغې لیدنه کې ښاغلي محمد قاسم خالد ورزشي آمر او ورزشکارانو ته د. . .

BACK TO NEWS