یونس خان د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سلاکار روزونکی وټاکل شو

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وایي چې د پاکستان کرېکټ ملي لوبدلې پخوانی لوبډلمشر یونس خان د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ کال چمپین ټرافي لپاره سلاکار روزونکی ټاکل شوی دی.
یونس خان د پاکستان لپاره په ۱۱۸ ټېست لوبو کې ۱۰۰۹۹ منډې جوړې کړي، چې په یوه لوبه کې یې (۳۱۳) تر ټولو ډېرې منډې دي.
همدارنګه د ده په لوبډلمشرۍ په ۲۰۰۹ کال پاکستان شل اوریز جام وګاټه.
د یادونې وړ ده ، چې نوموړی په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د توپوهنې روزونکی پاتې شوی دی.