۲۳وړ لوبغاړي د اندونیزیا پر وړاندې د فوټبال ملي لوبډلې تمرینی کمپ او لوبې ته ور وپېژندل شول.

Afzal-af
دوشنبه ۱۴۰۰/۸/۱۷ - ۹:۴۸
۲۳  وړ لوبغاړي د اندونیزیا پر وړاندې د فوټبال ملي لوبډلې تمرینی کمپ او لوبې ته ور وپېژندل شول.

د فوټبال ملي فدراسیون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د روزونکي انوش دستګیرزاده په تایید سره د فوټبال د ملي لوبډلې غړي اعلان کړل.

ویس عزیزی، فیصل حمیدی، مصفطی حدید، حسن امین، داوید نجم، اسلام الدین امیری، شریف محمد، نجیم حیدری، مسیح سیغانی، میلاد انتظار، فرشاد نور، فیصل شایسته، نور حسین، اباسین علی خیل، امید پوپلزی، فرید سادات، نعیم رحیمی، مازیار کوهیار، زبیر امیری، مصطفی ځاځي، حسین زمانی، نورالله امیری و آدام نجم د هغو ۲۳ لوبغاړو په ډله کې دي چې په یوه تمریناتي کمپ کې د ګډون لپاره به په راتلونکو دوو ورځو کې د ترکیې آنتالیا ښار ته ولاړ شي.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د نومبر په ۱۶ مه (د فیفا رسمي ورځ) د ترکیې د آنتالیا په ګلوبل سپور آرنا لوبغالي کې د اندونیزیا د فوټبال له ملي لوبډلې سره لوبه وکړي.

د يادونې وړ ده چې عمران حيدري، ذوالفقار نظري، جبار شيرزي او مصطفی ازادزوي به د فزيکي ستونزو له امله په دغه سفر کې له ملي لوبډلې سره نه وي، امرالدين شريفي او حميدالله وکيلي به د ويزې د ستونزو له امله له د ملي لوبډلې ملتیا ونکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۲۰:۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه

د هېواد ورزش ادارې او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون، د بدن ښکلا نړيوالو ارنولد کلاسيک سياليو قهرمان او د ماسټر اولمپيا سياليو نايب قهرمان علي بلال افغانستان ته په راتګ د تود هرکلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین بالیش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS