فاریاب؛ قيصار ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ اتلولۍ سيالۍ ترسره شوې
د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو او د مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې د کيک بوکسينګ اتلولۍ سيالۍ ترسره شوې.
دغو سياليو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې د مبارزين کلب ورزشکارانو د اوو امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی، فاريابي کلب د پنځو امتيازونو په ترلاسه کولو دويم او د جنګ جويان کلب ورزشکارانو د څلورو امتيازونو په ترلاسه کولو سره درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه په فارياب ولايت کې د کيک بوکسينګ ورزش ته وده ورکول و.
