کندوز کې د ۸۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۶:۲۵
کندوز کې د ۸۰ تنو چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د کندوز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون په ګډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د يادو سياليو په پايله کې د ميدان حکم له لوري يو اخرالاق اعلان شو، چې دغه اخرالاق داد الله پهلوان د عصمت الله عمرخېل په آس تر حلالې دايرې ورساوه او د سياليو ګټونکی شو.

په ورته وخت کې د ياد ولايت په مرکز کې د شاهین او عقاب لوبډلو ترمنځ د وزلوبې سيالي هم ترسره شوه، چې په پايله کې شاهين لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴ پر صفر امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د بلخ ولايت وزلوبې غوره ليگ لوبو ته د چاپندازانو لا ښه چمتووالی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS