کابل کې د ورزش ادارې ۱۱ فدراسیونونو مسوولینو او ورزشکارانو ته د دعوت او ارشاد ریاست له لوري اصلاحي سمینار پيل شو

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۳ - ۱۵:۲۶
کابل کې د ورزش ادارې ۱۱ فدراسیونونو مسوولینو او ورزشکارانو ته د دعوت او ارشاد ریاست له لوري اصلاحي سمینار پيل شو

کابل کې د هېواد ورزش ادارې اړوند د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د یاد ریاست جودو، بسکټبال، جمناستیک، بډمنتون، اتلتیک، زورخانه یي، پانکرېشن، تکواندو، کاراټې، کڼو (ناشنوایان) او د باتورانِ دود ، ۱۱ ورزشي فدراسیونونو مسوولینو او ورزشکارانو ته اصلاحي سمینار پيل شو.

د دغه سمینار د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست مالي او اداري رییس مولوي عبدالناصر هاشمي او د یاد ریاست د دعوت او ارشاد رییس مولوي داد محمد بریال عطایي ګډون کړی و.

د دغه سمینار د پيل په مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمد الله وثیق وویل: د الله ج راضي کېدل اسانه کار نه دی او له تاسو څخه مو هیله ده، چې دغه سمینار کې ګډون وکړئ او د دعوت او ارشاد ریاست کتاب مطالعه کړئ. موږ د داسې استعدادونو په لټه کې یو، چې په راتلونکې کې د افغانستان په استازولۍ په نړیوالو سیالیو کې ولوبیږي او د هېواد مثبت کلتور نړۍ ته وښایي.

په یاد سمینار کې د یادو فدراسینونو ۲۱۰ مسوولنیو او ورزشکارانو ګډون کړی دی، چې درې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۸
Background image

پکتیا کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د سنوکر فدراسیون د استازولۍ له لوري د گردېز ښار په پکتیا سنوکر کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۶
Background image

ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د زمرخېلو ټایګر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۱۱
Background image

لغمان کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ده زیارت کلي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS