بلخ؛ په مزار شريف ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۱۸
بلخ؛ په مزار شريف ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د وزلوبې، فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مزار شريف ښار کې د ۵۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سياليو په پايله کې د ميدان د حکم له لوري درې اخراولاقه اعلان شول، چې لومړی اخراولاق ايشان روح الله پهلوان د حاجی عتيق الله انصاری په اس او دويم اخراولاق ګلبدين پهلوان د شمس الحق ناصري په اس او درېيم اخراولاق صمد پهلوان د يما پطروليم په اس د حلالې تر دايرې ورسول او د سياليو گټونکي شول.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د یاد ولایت غوره لیګ ته د چاپندازانو لا ښه چمتووالی او د ياد ولايت وگړو لپاره د سالمې تفريح برابرول وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۸/۱۶ - ۱۸:۵۸
Background image

د موی تای درې کسیزه لوبډله د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه

د موی تای درې کسیزه لوبډله چې دوه ورزشکاران او یو روزونکی پکې شامل دي، د اسلامي هېوادونو د پیوستون ۶م پړاو سیالیو کې د ګدون په موخه سعودي عربستان ته روانه شوه.

دغو ورزشکارانو ته د خدای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۸/۱۶ - ۱۸:۵۱
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۲۰:۱۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون سیالیو خپله دويمه لوبه ايران سره مساوي کړه

د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سیالیو خپله دويمه لوبه د ايران سره ترسره کړه، چې لوبه ۲ - ۲ مساوي پای ته ورسېده.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې تاجکستان. . .

BACK TO NEWS