زابل؛ په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نېک نام لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
دغو سیالیو چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ په پایلوبه کې نېک نام لوبډلې خپلې سیالې سر درې لوبډلې ته د ۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو موخه د ورزشکارانو ترمنځ د تجربې شریکول او خلکو ته د سالمې تفرېح برابرول یاد شوي دي.