ننګرهار کې د ٣٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۱/۱۲ - ۱۸:۸
ننګرهار کې د ٣٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پهلواني فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د ٣٠٠ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني دوستانه سیالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له ٤٠ کلبونو څخه د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې ١٥٠ تنو خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې او بریاوې يې خپلې کړې.

دا سیالۍ د ورزشکارانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS