د ښځو واليبال پنځلسم پړاو سيالۍ په کابل کې ترسره شوې.

Afzal-af
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۱:۲
والیبال

د هرات ، دایکندي ، بلخ ، بغلان ، فراه ولایتونه ، د ایران په اسلامي جمهوریت کې میشت افغان مهاجرو یوه ډله او له کابل څخه څلور ټیمونه (سره میاشت ، ښاروالۍ ، سولې او امید داله) په دې سیالیو کې برخه اخستې

د بدنې روزنې او سپورټ عمومي رییس ډاکټر حفیظ الله ولی رحیمي ، د سیالۍ په پرانیستلو مراسمو کې ګډون وکړ او د واليبال فدراسیون د برنامو په اړه یې یادونه وکړه ، زیاته یې کړه چې دا د والیبال فدراسیون لپاره خوښۍ ځای دی چې د والیبال لیګ پیلوي او د هیواد په مرکز کې د سپورت لپاره یوه ښه لاسته راوړنه ګڼل کیږي او د بدنې روزنې او سپورت عمومي ریاست به د سپورټ برنامو په لاره اچولو کې د هیڅ نوع مرسته او همکارۍ څخه ډډه ونه کړي.

د دې سیالیو لومړۍ لوبه د ښاروالۍټیم او د فراه ولایت د ټیمونو ترمنځ ترسره شوه ، چې د ښاروالۍ په ګټه د 2/3 پایلې سره پای ته ورسیده.

یادي سیالۍ به اته ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS