کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولا يت د امام صاحب ولسوالۍ په اسکي سیمه کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې ۳۵ ورزشکارانو خپلو سيالانو ته د ماتې په ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
