د هرات سایکل توریست دوندر لوبډلې خپل ۲۱ ورځنی سفر، چې خرمشهر څخه تر چاب هار پورې و، پای ته ورسېده

د هرات ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د هرات د بایسکل ځغلونې توریست دوندر درې کسېزې لوبډلې د خپل ۲۱ ورځني سفر کې، چې د ایران د خرمشهر څخه تر چاب هار پورې و، وکولای شول ۱۸۰۰ کیلو متره واټن طی کړي.
دغه درې کسېزه لوبډله د احمد سروري، عزیز صادقي او حمیدالله امیري څخه جوړه و او یادې سیالۍ د نړۍوالې تودوخې، چاپیریالي بحرانونه او اقلیمي بدلونونه په طبیعت او د انسان په ژوند د اغېز په پوهاوي او همدارنګه د فوسیلي سون توکو د مخنیوي په موخه ترسره شوې.
د یادې لوبډلې ورزشکارانو د خپل سفر په ترڅ کې له ځایي خلکو سره د چاپیریال ساتنې پر اهمیت خبرې وکړې او خپلې تجربې یې ورسره شریکې کړې او دغه اقدام د اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې او د ځمکې د راتلونکي نسلونو لپاره د ساتنې په برخه کې یوه مهم اقدام وباله.