هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شين کلي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ناقل اباد او شين کلي ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ناقل آباد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې ټولو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩٠ منډو هدف وټاکه. شين کلي لوبډلې ټاکلی هدف د نهو ویکټو په زيات د لوبې په نهم اور کې ترلاسه کړ او د یوې ویکټې په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.