کندهار ښار کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۴:۴۰
کندهار ښار کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ ترسره شوې

د کندهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند په غازي محمدايوب خان لوبغالي کې د ۲۱ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچونې سيالۍ ترسره شوې.

دغو سياليو، چې يوه ورځ یې دوام وکړ، په پايله کې احمد شاه لومړی، زين الله دويم او هېواد درېيم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۲:۴
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاردرې ولسوالۍ په عساخېلو ورزشي لوبغالي کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال شپنۍ سيالۍ د جاويد خپلواک. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۲:۲
Background image

ننگرهار؛ روداتو لوبډلې د ښيوې ولسوالۍ د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د لومړي ځل لپاره په ښيوې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۲:۱

BACK TO NEWS