ننګرهار؛ په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۵۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۷ - ۹:۳۰
ننګرهار؛ په ګوشتې ولسوالۍ کې د ۵۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه په ګوشتې ولسوالۍ کې د ځوانانو د يووالي او د نظام د ملاتړ په نوم د ۵۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د عوض کينګ او چمن اباد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه چمن اباد لوبډلې وکړه او په ټاکليو ۱۲ اورونو کې يې خپلې سيالې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په زيان ۱۵۶ منډې هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې عوض کينګ لوبډلې ياد هدف د پنځو لوبغاړو په زيان پوره کړ او د پنځو ويکټو په توپیر يې اتلولي خپله کړه.

هېره دې نه وي، چې یادې سیالۍ يوه نيمه مياشت وړاندې پيل شوې وې او تېره ورځ پای ته ورسېدې، چې په‌ پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټر سیکل ډالۍ ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۲
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS