کونړ؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۹:۳۵
کونړ؛ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پيل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند په بحر اباد‌ سيمه کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د اتحاد په نوم د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د‌ پيل لوبه کې عمران لوبډلې خپلې سيالې شامکار لوبډلې ته د ۲-۱ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه‌.

هېره دې نه وي، چې يادې سيالۍ ورزش ته د ودې په موخه ترسره کېږي او لس ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۳۳
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شیرخان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۹
Background image

کندز؛ قلعه زال ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د پهلواني ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په قلعه زال ولسوالۍ کې د شمالي ولايتونو په کچه د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سيالۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۵:۲۷
Background image

غزني کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د نېزه وهنې سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو (۶۰ اس ځغلوونکو) ترمنځ په ۱۵. . .

BACK TO NEWS