تخار؛ د ولسواليو اتلولۍ ليگ سيالۍ د خواجه غار بازانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۲۲:۵۶
تخار؛ د ولسواليو اتلولۍ ليگ سيالۍ د خواجه غار بازانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې د اتو ولسواليو لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلولۍ ليگ سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې د خواجه غار بازانو لوبډلې په اتلولۍ پای ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د خواجه غار بازانو او استقلال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت کې سيالۍ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې خواجه غار بازانو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۴ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې لوبډلو او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۷
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۱۹
Background image

لوگر؛ خروار ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سيالې پای ته ورسېدې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د خروار ولسوالۍ په شيخانو کلي کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سیالۍ، چې ۲۴ ورځې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۱۶
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې اته ورځې يې مخکې. . .

BACK TO NEWS