ننگرهار؛ مملې لوبډلې د يووالي په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
جمعه ۱۴۰۳/۱۲/۱۰ - ۲۲:۷
ننگرهار؛ مملې لوبډلې د يووالي په نوم د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ قېلغو سیمه کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د يووالي په نوم د واليبال سيالۍ، چې دوې مياشتې مخکې پيل شوې وې د مملې لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې مملې لوبډلې خپلې سيالې قېلغو منتخبې لوبډلې ته د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی وو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۳۷
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۱۹
Background image

لوگر؛ خروار ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختریزې سيالې پای ته ورسېدې

د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د خروار ولسوالۍ په شيخانو کلي کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ اختريز جام سیالۍ، چې ۲۴ ورځې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۹:۱۶
Background image

پکتيکا؛ زيړوک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په زيړوک ولسوالۍ کې د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې اته ورځې يې مخکې. . .

BACK TO NEWS