هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام سياليو اتلولي وګټله

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۹:۰
هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام سياليو اتلولي وګټله

د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اتلانو جام کرېکټ سياليو په پايلوبه کې خپلې سيالۍ نيوزيلانډ لوبډلې ته له يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته د ۴ ویکټو په توپير ماتې ورکړه او د يادو سياليو اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د کرېکټ نړيوالې شورا له لوري د ۲۰۲۵ اتلانو جام کرېکټ سيالۍ د روان کال د فبروري میاشتې پر ۱۹مه نېټه د افغانستان په ګډون د ۸ لوبډلو ترمنځ د پاکستان په کوربتوب پيل شوې وې، چې نن د ( مارچ پر نهمه) د هندوستان کرېکټ ملي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په B ګروپ کې د انګلستان، سويلي افريقا او نيوزيلانډ پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې له انګلستان څخه يې لوبه وګټله، له اسټرالیا سره يې مساوي کړه او له سويلي افريقا لوبډلې څخه يې ماتې وخوړه.

هېره دې نه وي، چې افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دغه سياليو کې پنځم مقام خپل کړ او له انګلستان، بنګله دېش او پاکستان لوبډلو مخکې راغله

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۲
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS