ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد ښار کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال اباد ښار اړوند په اتمه ناحیه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د عبدالخېل زلمو لوبډلې په بريا سره پيل شوې.
د دغو سياليو لومړۍ لوبه د عبدالخېل زلمو او ملنګ جان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، عبدالخېل لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۹۳ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د ملنګ جان لوبډلې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ۸۰ منډې جوړې کړې او لوبه يې د ۱۲ منډو په توپير سره وبايلله.
د يادو سياليو موخه راتلونکو لوبو ته د غوره لوبغاړو موندل دي، چې ۱۰ ورځې به دوام وکړي او په پای کې به لومړی مقام ګټونکي لوبډلې ته يو عراده بايسکل د انعام په توګه ورکړل شي.