ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۹:۴۴
ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز جلال آباد ښار کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکاران په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې لسو تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

يادې سیالۍ د بیت ال.مقدس نړۍوالې ورځې د نمانځلو په موخه ترسره شوې او په پای کې ګټونکو ورزشکارانو ته ستاینلیکونه او ورزشي دستکشونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS