کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۴:۳۰
کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د کلباد ولسوالۍ په ايشان توپ سيمه کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د گرگري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايلوبه کې گرگري لوبډلې خپلې سيالې اسد الله رحيمي لوبډلې ته د ۱۵ پر ۹ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې د يادو سیالیو په موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرول وو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۵۳
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۵۰
Background image

لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علینګار ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ولسوالۍ مرکز. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲ - ۱۴:۴۹
Background image

ارزګان؛ مرکز ترينکوټ ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز ترينکوټ ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د پنجاب کینګ لوبډلې. . .

BACK TO NEWS