بلخ؛ زارع ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د عقاب بلهاني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۹:۴۸
بلخ؛ زارع ولسوالۍ کې د فوټبال سیالۍ د عقاب بلهاني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ او د مول الدین مزاري په مالي ملاتړ د یاد ولایت په زارع ولسوالۍ کې د پسرلني جام په نوم د فوټبال حذفي سیالۍ د عقاب بلهاني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د عقاب بلهاني او مرکز منتخبې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ۱/۱ مساوي شوه، خو په پنالټیو کې عقاب بلهاني لوبډلې خپلې سیالې مرکز منتخبې لوبډلې ته د ۵/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو هڅول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسوولینو له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او دویم مقام لوبډلې ته کپ او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۳
Background image

لوګر؛ په مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ ورزشي نندارې ترسره شوې

د المپيک، بدنی روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند موټرسايکل ځغلونې ملي فدراسيون او لوګر ولايت د ورزشي آمريت له لوري د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د موټر سايکل ځغلونې، کراتې، بايسکل. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۲۰:۲۲
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS