ميدان وردگ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۱۰:۵۷
ميدان وردگ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سیدآباد ولسوالۍ کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د اختریز جام په نوم د واليبال سيالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پيل شوې وې د استاد حميدالله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې له کابل، لوگر، غزني او ميدان وردگ ولايتونو څخه لوبډلو گډون کړی وو، چې پايلوبې ته يې د استاد حميدالله او م.ج.ا.ه.د لوبډلو لار پېدا کړه، چې په پايله کې استاد حميدالله لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د قومونو او ځوانانو ترمنځ يووالی وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۰:۱۲
Background image

رسنیز بلنلیک!

 

رسنیز بلنلیک!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۸
Background image

په کابل کې د ۱۷ فوټبال غوره ليګ سياليو دويمه اوونۍ پای ته ورسېده

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې ارمان اف .سي لوبډلې خپلې سیالې استقلال کابل لوبډلې ته د ۴-۰ ګولونو په توپير ماتې ورکړه.

په دويمه لوبه کې سرسبز ياشلر فارياب لوبډلې خپلې سیالې سرخ پوشان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۴۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې رهبرۍ د پهلوانۍ نړیوالو لوبڅارانو سره ولیدل

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق او د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ او د رهبرۍ غړو د ایران هېواد د پهلوانۍ دوو نړیوالو. . .

BACK TO NEWS