د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس د بغلان ولايت د وزلوبې له پهلوانانو او اس لرونکو سره وليدل

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۵:۱
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس د بغلان ولايت د وزلوبې له پهلوانانو او اس لرونکو سره وليدل

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس او ورسره پلاوي، د ياد ولايت د وزلوبې له پهلوانانو، اس لرونکو او مينوالو سره ولیدل او د دغه ورزش د لا غوړېدا او ودې په موخه متقابل نظرونه وړاندې شول.

په دغه ناسته کې د ورزش ادارې رهبري پلاوي، ياد ولايت ورزشي امر، د مرکز پلخمري او ولسواليو پهلوانانو، اس لرونکو او د وزلوبې مينوالو ګډون کړی وو.

د هېواد د ورزش ادارې عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق له ګډونوالو وغوښتل، چې د وزلوبې ورزش په برخه کې فعاله ونډه واخلي، يووالي ته کار ووايي او هېڅوک پرې نه ږدي، چې د دغه ورزش په برخه کې ستونزې رامنځته کړي او ياده برخه زيانمنه کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد د ورزش ادارې رهبري پلاوي، شمالي ولايتونو ته د ورزشي ادارو د ارزونې په موخه تېره ورځې سفر پيل کړی او له څو ولایتونو به ليدنې وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۷
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۴
Background image

رسنيز بلنليک!

رسنيز بلنليک!

 

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۰
Background image

د ویلچر بسکتیال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې بایلوده

د ویلچر بسکتبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۵ اسیا اتلولۍ سیالیو خپله درېيمه لوبه د عراق پر وړاندې د ۵۸ – ۷۵ امتیازونو په توپیر بایلوده.

افغان ملي لوبډلې له دغو سیالیو څخه خپلې لومړۍ دوه لوبې له. . .

BACK TO NEWS