د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي ريیس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي د خپل سفر په دوام د بغلان ولايت له ورزشي ادارې ليدنه وکړه
د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د يادې ادارې د المپيکي چارو رييس الحاج داد محمد پاينده اختري، د پلان او ستراتيژۍ رييس انجنير محمد حنیف حنفي او د نوموړې ادارې ورزشي مشاور قاري حيات الله رحماني د بغلان ولايت له ورزشي ادارې، ورزشي اماکنو ليدنه وکړه او د دغه ولايت د ورزشي آمريت له کارکوونکو، د همکارو امارتي ادارو د دویمي واحدونو له استازو او مختلفو ورزشي فدراسيونونو له مسولينو سره وليدل او د دوی ستونزې يې واورېدې.
په پيل کې د ياد ولايت ورزشي مسولينو د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمد الله وثيق او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او ياد ولايت ته يې د ورزش ادارې د عمومي رييس او ورسره پلاوي ورتګ د ورزش په ډګر کې د ورزشکارانو لپاره يوه نوې هيله ياده کړه او دغه ورتګ يې د ورزشکارانو د تشويق او هڅونې په برخه کې نېک ګام ياد کړ.
ورپسې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق د بغلان ولايت د ورزشي مسولينو هڅې وستايلې، د ورزش په برخه کې د دوی د ښو کړنو ستاينه وکړه او په راتلونکې کې يې ورته د لا زياتو برياوو هيله وښوده. ښاغلي وثيق همداراز د دولتي ادارو ترمنځ همغږي او هماهنګي د چارو د ښه ترسره کیدو اصل ياد کړ او په دغه برخه کې يې د نوموړي ولايت د ورزشي مسولينو رغنده رول مثبت ياد کړ.
ښاغلي وثيق ورزش د قومونو، سمتونو، ژبو او نژادونو ترمنځ د يووالي سمبول ياد کړ او دغه برخه يې له هر ډول تبعيض پاکه وبلله، ده همداراز په تېرو وروستيو کلونو کې د ورزش بې ساري پرمختګ د ورزشکارانو او ورزشي مسولينو ښه نيت، اخلاص او بې درېغه هڅې يادې کړې. نوموړي د بغلان ولايت د همکارو امارتي ادارو او د رسنيو له استازو مننه وکړه او د ياد ولايت د مختلفو ورزشي مسولينو له استازو سره يې ژمنه وکړه، چې د ورزش اداره يې د تل په څېر ترڅنګ ولاړه ده او تر خپل توانه به له دوی سره د شته ستونزو د حل په برخه کې همکاري کوي.
د يادونې وړ ده، چې د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق او ورسره پلاوي شمالي ولايتونو ته د ورزش
