کابل؛ د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو د لسو لوبډلو ترمنځ پيل شو

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۲۱:۲۰
کابل؛ د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو د لسو لوبډلو ترمنځ پيل شو

د المپیک، بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د واليبال ملي فدراسیون له لوري د لس لوبډلو ترمنځ د هېواد د ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازيم کې د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست عمومي رييس، ښاغلي مولوي احمدالله وثيق، د دې رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د رهبري مسوولينو او د ملي راډيو تلويزيون د نشراتو رييس ښاغلي قاري نور محمد حنيف، ورزشي مسوولينو، ورزشکارانو او ګڼ شمېر د ورزش مينوالو ګډون کړی وو.

د دې سياليو د پيل په مراسمو کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رييس ښاغلي وثيق، په لومړي سر کې د دې لیګ له پیاوړي سپانسر افغان ټلي کام او نورو سپانسرانو مننه وکړه، چې د ملي لیګ ملاتړ یې کړی دی او زیاته یې کړه: خوښ يم، چې نن د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو سياليو کې له خپلو ورزشکارانو سره د دې سياليو په پرانیسته کې ګډون کوم او هيله لرم، چې يوه ورځ به همدا ورزشکاران په نړيوالو سياليو کې ګډون وکړي او هېواد ته به وياړونه راوړي.

دغه راز نوموړي زياته کړه، چې واليبال يو له هغه ورزشونو څخه دی، چې د افغانستان په ګوټ، ګوټ کې مینوال لري او د افغانستان واليبال لوبډله اوس په اسيايي او نړيوالو سياليو کې ښې لاسته راوړنې لري او يو ځانګړی ځای يې خپل کړی. ښاغلي وثیق په خبرو کې وویل: د ورزش اداره تل هڅه کوي، چې داخلي سیالۍ او ورزشي فعالیتونه پیاوړي شي.

همدارنګه د ملي راډيو تلويزيون د نشراتو رييس ښاغلي نور محمد حنيف وويل، دا د خوښۍ ځای دی، چې د ملت دغه کلتوري لوبه، د ملت د رسنۍ له لوري په ژوندۍ بڼه نشرېږي او د ځوانانو پر شونډو يې مسکا راوستې.

دغه راز نوموړي وویل: ملي رسنۍ تل د ملت په خدمت کې ده او دوی ته به تل بېلابېلې برنامې، لکه څنګه، چې يې له دې مخکې، وړاندې کړي په راتلونکې کې هم وړاندې کوي.

د دې مراسمو په لړ کې د والیبال فدراسیون اداري مرستیال ښاغلي محمد عارف پیمان، د والیبال فدراسیون پر فعالیتونو رڼا واچوله او دغه لیګ یې د غوره استعدادونو موندلو لپاره ښه فرصت یاد کړ. همدارنګه له ملي تجارانو یې وغوښتل، چې پر ځوانو ورزشکارانو پانګونه وکړي، ځکه دوی د افغانستان د ورزش راتلونکی جوړوي.

د دې سياليو پيليزه لوبه د خراسان پوهنتون او د خوست سهيلي بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې يې خراسان پوهنتون لوبډلې خپلې سيالې سهيلي بازانو لوبډلې ته د ۳ - ۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

د يادونې وړ ده، چې دغه سيالۍ نن ( یکشنبه، د غويي ۲۸ مه ) پيل شوې او د روان کال د غبرګولې تر ۹مې نېټې به دوام وکړي.

کابل؛ د افغانستان واليبال غوره ليګ څلورم پړاو د لسو لوبډلو ترمنځ پيل شو

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS