بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۱:۰
بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاربولک ولسوالۍ په احمد آباد کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه شپه يې دوام وکړ د احمدآباد لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سیالیو په پایلوبه کې احمدآباد لوبډلې خپلې سيالې اورناغه لوبډلې ته د ۱ پر ۰ ميدان په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سیالیو موخه د واليبال ورزش ته د ځوانانو هڅول او ترمنځ يې يووالی رامنځته کول وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۲۰:۲۹
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت مرکز ګردېز ښار کې د ۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.

د دغو سیالیو په پايله کې ۱۰ تنو خپلو سيالانو ته په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۱۸
Background image

پکتیا کې د ۴۳ ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د مرکز گردېز ښار په غړک سیمه کې له اتو ولایتونو د ۴۳ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پیل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۴:۱۷
Background image

پکتیا؛ څمکنیو ولسوالۍ کې د K1 سبک سیالۍ وشوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د څمکنیو ولسوالۍ په اخلاص کلب کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د K1 سبک دوستانه سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS