لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۹:۱۸
لغمان؛ علیشنګ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د پښتون زلمیانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د پښتون زلمیانو او سادات لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سادات لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د درېیوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٧ منډو هدف وټاکه. پښتون زلمیانو لوبډلې ټاکلی هدف د پنځو ویکټو په زیان د لوبې پهړ١١م اور کې ترلاسه کړ او د پنځو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ٣٥ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۹:۱۹
Background image

کابل؛ اماني ليسې د کابل ښار د پوهنې رياست د فوټبال خزاني ټورنمنټ اتلولي وګټله

د کابل ښار د پوهنې رياست د بدني روزنې مديريت له لوري او د فوټبال ملي فدراسیون په همکارۍ د کابل ښار د ۸ غوره ښوونځيو ترمنځ پيل شوی څلور ورځنی د فوټبال خزاني ټورنمنټ، د اماني ليسې فوټبال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۹:۱۷
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۱۶ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فول رزم فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د فول رزم سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۱۹:۱۶
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.

. . .

BACK TO NEWS