کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۱:۵۴
کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاردرې ولسوالۍ په حضرتانو ورزشي لوبغالي کې د لسو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د خان زاخېل لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پايلوبه کې خان زاخېل لوبډلې خپلې سيالې ځواک لوبډلې ته د ۲۵ پر ۱۵ امتيازونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د يادو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د واليبال ورزش وده ورکول وو، چې يوه شپه او ورځ يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۲۱
Background image

خوست؛ په مرکز متون ښار کې د مطيع الله تراب په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري په مرکز متون ښار کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د مرحوم مطیع الله تراب په نوم د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۱۲
Background image

کابل کې د تکواندو ملي لوبډلې ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدنې روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د ملي لوبډلې د نويو ځوانانو دولسم پړاو او د لويانو لومړی پړاو ټاکنيزې سيالۍ د ۳۰۰ ورزشکارانو په ګډون د دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۹:۹
Background image

بغلان؛ مرکز پلخمري ښار کې د ۳۲ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز پلخمري ښار کې له مرکز او والسوالیو د ۳۲ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې. . .

BACK TO NEWS