پکتیا؛ میرزکې ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د میرزکې ولسوالۍ په کړکین خوله سيمه کې د ۵۰ لوبډلو تر منځ د والیبال دوستانه سیالۍ پيل شوې.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې لجې منگل لوبډلې خپلې سیالې کړکین لوبډلې ته د ۲ پر ۱ میدانونو په توپیر سره ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفريح برابرولو او د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه ترسره کېږي، چې شاوخوا یوه میاشت به دوام وکړي.
