ننګرهار؛ پچیراګام ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په پچیراګام ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د زمرخېلو ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د لنډه خېلو او زمرخېلو ټایګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه زمرخېلو ټایګر لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٧٣ منډو هدف وټاکه. لنډه خېلو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اوتو ویکټو په زیان ١٣٣ منډې وکړې او د ٣٩ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې دوې اوونۍ يې دوام وکړ.