د کابل کپ د والیبال سیالۍ نن په کابل کې د ۷ لوبډلو په ګډون پیل شوې

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۸/۵ - ۹:۳۱
د کابل کپ د والیبال سیالۍ نن په کابل کې د ۷ لوبډلو په ګډون پیل شوې

دا سیالۍ د صوفي کلپ او جهان سپورت لوبې سره پیل شوې.

دغه سيالۍ د بدني روزنې او سپورت عمومي رياست په ٢٥٠٠ کسيز جمنازيوم کې د ښاروالۍ، صوفي کلپ، بانک ملي، سره میاشت ابن خلدون، جهان سپورت او افغان ملي لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.

د دغه پړاو د لوبو په پرانېستنه کې د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست سرپرست او د المپیک د ملي کمېټې رئیس نظرمحمد مطمئن ګډون کړی و او ورزشکارانو ته یې په خپله وینا کې وویل، چې ورزشکاران د خلکو لپاره خوښي راوړي‌ سپورتی ځایونه ستاسو کور په څیر دي د سپورتی تجهیزاتو د ساتلو لپاره هڅه وکړئ. د المپیک د ملي کمیټې د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست او موږ مسوولین دنده لرو چې ستاسو د ورزشي فعالیتونو لپاره لا نورې اسانتیاوې برابرې کړو. ښاغلي مطمئن په مرکز او ولایتونو کې د والیبال اهمیت ته په اشارې سره زیاته کړه: والیبال داسی لوبه ده چی ډېر خلک لېواله دي چې دغه سیالۍ له ولایتونو څخه تر کلیو پورې په لاره واچول شي

هغه د والیبال فدراسیون مشرتابه ته په خطاب کې وویل: تاسو باید زیاتې هڅې او زیار وباسئ، ترڅو دغه ډګر د نورو برخو په څېر ښې پایلې ولري، د بهرنیو سیالیو څخه لاسته راوړنې ولري.

د والیبال فدراسیون رئیس حاجي محمد ناصر نوري هم ژمنه وکړه چې په ټول هېواد کې به د والیبال د ودې او پراختیا لپاره کار وکړي او د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست د محترم رئیس تر لارښوونې لاندې به د لیګ سیالۍ په لاره واچوي.

د يادونې وړ ده، چې دغه جام له ١٢ کلونو راهيسې هر کال د هېواد د واليبال فدراسيون له خوا په لاره اچول کېږي، چې د کابل ولايت د لومړۍ برخی لوبډلې پکې برخه اخلي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS