خوست: د O Sprot ازادو سیالیو رشتې مسابقات ترسره شول

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۸/۹ - ۸:۳۸
خوست: د O Sprot ازادو سیالیو رشتې مسابقات ترسره شول

خوست: د O Sprot ازادو سیالیو رشتې مسابقات ترسره شول

8/8/1400

تېره ورځ د ا ا ا دخوست ولایت ورزشي آمریت اړوند د O Sport رشتې له خوا په ولایتي کچه د پیاوړو لوبغاړو ترمنځ د امن په نوم لوبی ترسره شول.

 

په دې لوبو کې پر خوست ولایت سربېره د اوو ولایتونو( پکتیکا، پکتیا، زابل ، کابل، پنجشېر او پروان) څخه ۲۷ جوړو ،چې ۵۴ لوبغاړي کېدل برخه اخیستې وه او ترڅنګ یې دخوست ولایت ورزشي آمر عزیزالرحمن ملنګ، دزابل ولایت ورزشي آمر سید محمد غلامي، د افغانستان د اوو سپورټ عمومي نماینده شفیع الله سلطاني، د ګډونوالو ولایتونو د اوو سپورټ مسؤولینو ، ورزشکارانو او د ورزش مینه والو برخه اخیستې وه.

 

دمراسمو په پیل کې دخوست ولایت ورزشي آمر عزیزالرحمن ملنګ خبرې وکړې ، نوموړي وویل ،چې ډېر د خوښۍ ځای دی ،چې هره ورځ د ورزشي پروګرامونو پرانیسته کوو، چې په ترڅ کې یې دادی نن ورځ د امن په نوم د O Sport رشتې دغه سیالۍ دي.

 

همداشان ملنګ د افغانستان داسلامي امارت له ټولو لوړ پوړو چارواکو مننه وکړه،چې ورزش ته خاصه توجه کوي.

 

ملنګ وویل موږ په خپل پلان کې بریالي یو ،چې په ولایتي کچه دمختلفو رشتو لوبی دلته برابروو او پلان لرو ، چې په ورته ډول نوری لوبی هم برابری کړو.

 

له ملنګ وروسته د همدې رشتې مسؤول سید الله شاهین ، شفیع الله سلطاني، د زابل ولایت ورزشي آمر سید محمد غلامي خبرې وکړې ، نوموړو په خپلو خبرو کې وویل ،چې موږ تل په دې هڅه کې یو ، چې تل ښه او پیاوړي لوبغاړی جامعې ته وړاندې کړو او ښې لوبی برابرې کړو او همدا رنګه مېلمنو مننه وکړه ،چې ښه لوبی برابر شوي او ښه مېلمنه پالنه یې شوې او خوست ولایت یې د ورزش په ډګر کې یو سرلاری ولایت یاد کړ.

 

له ویناوو وروسته لوبی ترسره شوی ، د مینې او ورورۍ په فضا کې دلیدونکو د چکچکو او ګرمو ولولو په اظهار سره ترسره شوی .

 

په پای کې په راغلو مېلمنو د ورزشي آمریت له لوري ستاینلیکونه او په بریالیو لوبغاړو د اتلوللی حکمونه او مډالونه ووېشل شول .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۲۱:۴
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۲۱:۳
Background image

کابل؛ د هېواد ورزش ادارې د ځغاستې لوبغاړی وکيل احمد پکتين وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د ځغاستې لوبغاړی وکيل احمد پکتين، چې له کندهار څخه يې تر کابل پورې نږدې ۵۰۰ کيلومتره واټن په ځغاستې سره په شپږو ورځو کې طی کړی و، د يوې ځانګړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۳:۴۷
Background image

کابل کې د څلورو ولايتونو ورزشکارانو ترمنځ د WT تکواندو ازادې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د تکواندو ملي فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون په ورزشي جمنازيوم کې د هېواد له څلورو. . .

BACK TO NEWS