میدان وردګ؛ جغتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د جغتو اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د جغتو زلمیانو او جغتو اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه جغتو زلمیانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٢ منډو هدف وټاکه. جغتو اتلانو لوبډلې ټاکلی هدف د دوو ویکټو په زیان د لوبې په شپږم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې شپږ ورځې یې دوام وکړ.